دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 262657
امریکا: له کابل سره د اړیکو پراخول د خپلو ژمنو په عملي کولو پورې اړه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له کابل سره د واشنګټن د اړیکو پراخېدل به د سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو پوري اړه لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس وايي، له اسلامي امارت سره هر ډول تعامل به د بشري حقونو په برخه کې د دوی د کړنو پر بنسټ وي.
 
ښاغلي پرائس زیاته کړه چې واشنګټن هڅه کوي چې سرپرست حکومت دې ته اړ کړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
 
په دې اړه نید پرائس وايي: «په ټولو هغو مواردو کې چې موږ له طالبانو سره اړیکه لرو، د بشري حقونو مسئله زموږ د کار لومړیتوب دی. بې له شکه، موږ نه یوازې د طالبانو لخوا د امریکا متحده ایالاتو سره کړې ژمنې، بلکې د طالبانو لخوا د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو د ساتنې ژمنې هم یادوو.
 
په همدې حال کې اسلامي امارت له امریکا غوښتي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «د اسلامي امارت احکام او اصول ټول په اسلامي احکامو پورې تړلي دي، په دې برخه کې تغیر ناشونی دی، ځکه دا زموږ د دین او شریعت برخه ده، موږ نشو کولای چې له تطبیق څخه ووځو، تعامل او تفاهم د پرمختګ بنسټ جوړوي او امريکا بايد دا کار وکړي».
 
بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به د هېواد سیاسي او اقتصادي ستونزې له منځه یوسي.
 
د سیاسي مسایلو کارپوه عزیز معراج وايي: «له امریکا او نړۍ سره د اړیکو ټینګول د افغانستان په ګټه دی. په دې سره د افغانستان ډېرې اقتصادي او سیاسي ستونزې حل کېدای شي».
 
د سیاسي مسایلو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «له امریکا سره د افغان حکومت اړیکې د حکومتولۍ له اساسي شرطونو څخه دي، اسلامي امارت باید له امریکا سره خپلې سیاسي ستونزې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کړي».
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته د رسېدو پنځلس میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdcdkx0x5yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته