دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 263160
د پاسپورټ د وېش بهیر لا هم په ټپه ولاړ دی
د پاسپورت رياست چارواکي وايي، د دې رياست تخنيکي ټيمونه هڅه کوي، څو ستونزې هوارې کړي او د پاسپورټونو د وېش بهير به تر هغه وخته پورې ودرول شي، چې يادې ستونزې حل شوې نه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې په کابل کې د پاسپورت د ویش د بهیر د بیا پیلیدو په اړه د ځینو خبرونو خپریدل رد کړل او ویې ویل چې هغه ننګونې چې راپورته شوي دي تر اوسه نه دي حل شوي.
 
پتمن زياته کړه چې د پاسپورټ رياست ټول تخنيکي ټيمونه د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار کوي.
 
د پتمن د څرګندونو پر بنسټ، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پاسپورت ریاست هڅه کوي، چې د پاسپورټ غوښتونکو ته د ستونزو د هواري ترڅنګ لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په تور بازار کې د پاسپورټونو پلورل رد کړل او ویې ویل چې دا افواه د اسلامي امارت د دښمنانو لخوا خپره شوې ده.
 
پتمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو ویلي وو، چې یو شمېر هېوادوال د اسلامي امارت د لوړپوړو مشرانو په مرسته د دوه زره ډالرو په ارزښت پاسپورټونه ترلاسه کوي.
 
د پتمن د څرګندونو پر بنسټ، د پاسپورټونو د وېش بهیر له بندېدو وروسته هېڅ چا ته پاسپورټونه نه دي وېشل شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهير د میزان کال د وري مياشتې له ١٥مې نېټې راهيسې د تخنيکي ستونزو له امله ودرول شو. د پاسپورت ریاست د دغه ریاست د فعالیتونو د ځنډولو د اعلان پر مهال وویل، چې د دغه ریاست د چاپ ماشینونه او نور وسایل ترمیم ته اړتیا لري او تر هغه چې کار بشپړ شوی نه وي تر نامعلومې مودې پورې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ ودروي.
 
دغه ریاست دغه راز وویل، د خدمتونو د عرضې د ښه والي او د مراجعینو د کاري کړنلارو د چټکتیا په موخه به د دغه دفتر په تخنیکي او تجهیزاتو سیستم کې بدلونونه راولي.
 
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د پاسپورت د ویش بهیر څو ځلې په ځانګړې توګه په ولایتونو کې ودرول شو او په زرګونو پاسپورټ غوښتونکو د پاسپورت د ویش د بهیر له ځنډ څخه شکایتونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcd9s0xzyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته