دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 263262
له اسلامي امارت سره تقابل د افغان شیعه ګانو په ګټه نه دی
آیت الله ال راضی په دغه کتنه کښې وویل د دغه هیواد د اوسنیو حالاتو په باره کښې د افغانستان د شیعه علماو شورا دریځونه عاقلانه او منطقی دی، ځکه له اسلامی امارت سره مقابله د شیعه ګانو په ګټه نه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د شیعه علماوو شورا استازو د عراق له شیعه مشرانو او چارواکو سره د کتنو په لړ کښې د نجف اشرف مدرسې له بانفوذه شخصیت آیت الله شیخ هادی ال راضی سره وکتل. .
 
آیت الله ال راضی په دغه کتنه کښې وویل د دغه هیواد د اوسنیو حالاتو په باره کښې د افغانستان د شیعه علماو شورا دریځونه عاقلانه او منطقی دی، ځکه له اسلامی امارت سره مقابله د شیعه ګانو په ګټه نه ده.
 
هغه زیاته کړه، د شیعه علماوو شورا معقوله او سوله ییزه تګلاره کولای شي په افغانستان کې د سوله ییز ژوند لاره برابره کړي او د افغانستان د مسلمانو خلکو د یووالي او خواخوږۍ لامل شي.
 
هغه همدا راز زیاته کړې، چې د نورو اسلامي هېوادونو ترخې تجربې، چې په داخلي ستونزو کې ښکېلې دي او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او جګړې لامل شوي، باید په افغانستان کې تکرار نه شي.
 
هغه زیاته کړه، د شته واقعیتونو په پام کې نیولو سره باید د یوه معقول او اعتدال اقدام لپاره پلان جوړ شي.
 
همدارنګه د افغانستان د شیعه علماوو شورا پلاوي د نجف د مدرسې له افغان علماوو او محصلینو سره وکتل، په دې کتنه کې د دغه پلاوي مشر پوهاند محمد اکبري د هېواد روان وضعیت بیان کړ او په دې اړه یې خپل دریځونه بیان کړل.
 
بیا علماء کرامو او محصلینو خپلې پوښتنې او نظرونه څرګند کړل او د استاد عالمي بلخي او غفاري هلمندي لخوا ورته ځوابونه ورکړل شول.
 
https://avapress.com/vdcg3w9xxak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته