دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 263592
د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده
د افغانستان د اسعارو د تبادلې په مرکز سراى شهزاده کې نن سهار (دوشنبه، جدی ١٩) د هېوادوالو په وينا يو ډالر په ٩٠ افغانيو تبادله شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په سهار (جدی ۱۹) د افغانستان د اسعارو د تبادلې په مرکز سرای شهزاده کې یو ډالر په ۹۰ افغانیو تبادله شو.
 
مرکزي بانک تر اوسه د ډالر نرخ نه دی اعلان کړی.
 
دغه بانک پرون د افغانۍ د ارزښت د ثبات په موخه ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړل.
 
د ډالرو بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې کابل ته نغدي مرستې نه دي رسیدلي.
 
ویل کیږي چې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې له افغانستان سره بشري مرستې وځنډول شوې، خو مرکزي بانک دغه ادعا ردوي. په ورته وخت کې، د مرکزي بانک دننه ځینې سرچینې د نغدو مرستو ځنډول تاییدوي.
 
تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۱ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۳۰ زیاتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.
 
د مرکزي بانک د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اسلامي امارت له تسلط وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې یو میلیارد او ۷۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د بيې لوړېدل د خلکو پر پېرلي ځواک او د اومو موادو د بيو په لوړېدو مستقيم اغېز لري. ځکه افغانستان ته مالونه په ډالرو واردیږي.
 
https://avapress.com/vdcco1qii2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته