دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 263721
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له چاودنې وروسته د حسینې مزاري پیغام؛

له امنیتي چارواکو سره د خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا/ امریکا په سیمه کې د بل اسلامي جوړښت جوړول نه شي زغملی

له امنیتي چارواکو سره د خلکو پراخې همکارۍ ته اړتیا/ امریکا په سیمه کې د بل اسلامي جوړښت جوړول نه شي زغملی
د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له پرونۍ چاودنې وروسته په یوه پیغام کې د حکومت له استخباراتي مسئولینو سره په امنیتي چارو کې د خلکو د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل: د امنیت د تامین په برخه کې د مسئولو بنسټونو کارکردګي هم باید د پخوا په پرتله ګړندۍ وي او د پخوا په پرتله له احتیاط څخه کار واخلي، ځکه دښمنانو په ځانګړې توګه امریکایان هیڅکله هم په سیمه کې د بل اسلامي جوړښت جوړول نه شي زغملی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پرونۍ چاودنې په اړه د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د پیغام بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحیم
انالله و انا الیه راجعون
یو بل دردونکی خبر مو تر لاسه کړ او هغه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې چاودنه وه. په دې چاودنه کې دبهرنيو چارو وزارت يو شمير کارکوونکي شهيدان او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
 
تر اوسه د تلفاتو د کره شمېر په اړه معلومات نشته، خو ډاډه دی، چې د دغو عزیزانو په له لاسه ورکولو لسګونه او حتی سلګونه کورنۍ او ولسونه ماتم کوی.
 
معلومه ده چې دښمن نه یوازې دا چې د جنایتونو مخه نه ده نیولې، بلکې هره ورځ د پرون په پرتله خورا ټه وحشیانه ډول عمل کوي.
 
بهرني دښمنان او داخلي اجیران یې هڅه کوي چې له یوې خوا د اسلامي امارت د لاسته راوړني له منځه یوسي او په فزیکي ډګر کې یې وحشت رامنځ ته کړي، له بلې خوا یې په رسنیو کې ناسم تبلیغات او منفي تصویرونه تنظیم کړي. خو اوس دا د اسلامي امارت د مسؤلینو او اړوندو کسانو دنده ده چې د شریر ترهګرو د کړنو په وړاندې ګټور پروګرامونه په لاره واچوي او له دغو پروګرامونو څخه یو هم په هیواد کې د عامه افکارو جلب او جذب او د خلکو د قوتونو جلبول دي.
 
تر څو چې ولس په پراخه کچه له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه نه وي او حتی په امنیتي چارو کې هم د استخباراتو همکاران نه وي، د حکومت لپاره به خامخا د امنیت تامین ستونزمن وي.
 
د امنیت د تامین په برخه کې د مسئولو بنسټونو کارکردګي هم باید د پخوا په پرتله ګړندۍ شې او د پخوا په پرتله ډیر هوښیارانه عمل وکړي، ځکه چې دښمنان په ځانګړې توګه امریکایان هیڅکله هم په سیمه کې د یو بل اسلامي جوړښت زغم نه لري او په هیڅ قیمت به هم په پټه خوله ناست نه وي.
 
په هرصورت، زه د خپل ځان په استازیتوب او بیا د تبیان کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز په استازیتوب دا بزدلانه برید په کلکه غندم.
 
سید عیسی حسینی مزاری
۲۲ جدی ۱۴۰۱
 
https://avapress.com/vdcgxw9xqak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته