دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 263783
د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بېړنۍ وتلو په اړه څېړنه پیل کړې ده
د امریکا د تکزاس ایالت د جمهوري غوښتونکو استازي او د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د بیړنۍ وتلو په اړه د تحقیقاتو د پیلولو لپاره معلومات ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته د امریکا د تکزاس ایالت د جمهوري غوښتونکو استازي او د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال یو لیک استولی دی چې يکي له افغانستان څخه د بایډن ادارې د ګډوډ وتلو په اړه د معلوماتو لړۍ غوښتنه کړې.
 
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي، چې د بایډن حکومت د اسنادو له ورکولو ډډه کړې، خو اوس یې د دغې کمېټې د رئیس په توګه په رسمي ډول له دغې کمېټې سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
 
مک کال په یوه بیان کې ویلي: "دا د شرم او بې حسۍ خبره ده چې د بایډن ادارې په پرله پسې ډول زموږ د اوږدې مودې د څارنې غوښتنې رد کړې او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د معلوماتو پټولو ته دوام ورکوي."
 
د جمهوري ریاست دغه استازي څرګنده کړه: د نه همکارۍ د دوام په صورت کې به کمېټه له خپلو صلاحیتونو څخه د یوې لازمي پروسې په ګډون د دغو غوښتنو د عملي کولو لپاره کار واخلي.
 
مک کال د استخباراتي ارزونو، د کورنیو ادارو اسنادو او د اسلامي امارت او افغان حکومت سره د امریکایي چارواکو اړیکو ته د لاسرسي په لټه کې دی.
 
هغه د بایډن له حکومت څخه وغوښتل چې دا معلومات د جنوري تر 26 پورې چمتو کړي.
 
جمهوري غوښتونکو له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. دا یو له هغو مسئلو څخه دی چې جمهوري غوښتونکي ګوند د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۸ نیټه په منځمهاله انتخاباتو کې د استازو په مجلس کې د اکثریت ګټلو وروسته د څیړلو اراده درلوده.
 
افغانستان د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شوه.
 
د امریکا د استازو جرګې نوي مشر کیون مک کارتي مخکې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویجاړونکي وتلو په اړه به تحقیقات پیل کړي.
 
مک کارتي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: ولې باید نه پوهیږو چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې څه پیښ شوي؟ د امریکا خلک حق لري چې پوه شي چې دا به بیا هیڅکله نه وي.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن د هېواد د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه ۲۰۲۱ کال د امریکایانو او نړۍ لپاره ۱۷ تورې او وېروونکې ورځې او د افغانستان د خلکو لپاره یوه وژونکې او دردونکې پای وټاکه، چې د امریکا د ناکامې "ملت جوړونې" پروژې پای ته ورسوي.
 
امریکا په خپله تر ټولو اوږده جګړه کې خپل شاوخوا ۲۵۰۰ پوځیان له لاسه ورکړل، خو هغه څه چې د بایډن حکومت یې له لویې ننګونې سره مخ کړ، د کابل له هوايي ډګر بهر د داعش په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل وو.
 
بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته په لومړۍ وینا کې ومنله چې دې جګړې امریکا ته د دوو لسیزو لپاره هره ورځ ۳۰۰ میلیونه ډالره لګښت ورکړی او واشنګټن له دوو انتخابونو سره مخامخ وو: جګړه یا وتل.
 
نوموړي دا هم ومنله، چې هره ورځ په امريکا کې ۱۸ معيوب سرتېري ځان وژنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcevx8wxjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته