دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 263803
داعش په سیمه او نړۍ کې د ځینو هېوادونو یوه وسیله ده، چې خپلو موخو ته ورسېږي
پوځي کارپوهان وايي چې داعش د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو وسیله ده چې په افغانستان کې خپلو سیاسي سیالانو ته زیان رسوي. په دې اساس دغه ډله په منظم ډول هیڅ ډول سیاسي کار نه کوي او وخت په وخت د سیمې او نړۍ د ځینو هیوادونو استخباراتي کړۍ له دغې ډلې څخه د خپلو سیاسي او پوځي موخو لپاره کار اخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوځی مسئولینو دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږی، چې د چهارشنبې په ورځ (جدی ۲۱) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې د ۱۵ دیپلوماتانو په ګډون د دغه وزارت ۱۷ کارکوونکي ووژل شول.
 
له دغه برید څو ساعته وروسته داعش خراسان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې د دغه برید موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره د بهرنیو دیپلوماتانو د ناستې ګډوډول و.
 
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې داعش د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو وسیله ده چې په افغانستان کې خپلو سیالانو ته زیان رسوي، له همدې امله دا ډله په منظم ډول هېڅ ډول سیاسي کار نه کوي. د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو استخبارات وخت په وخت له دغې ډلې څخه د خپلو سیاسي او پوځي موخو لپاره کار اخلي.
 
دغه پوځي کارپوه زیاته کړه: داعش ډله یو خپلواک فکري خوځښت او سازمان نه دی چې خپل سیاسي اهداف په اساسي او منظم ډول تعقیبوي، بلکې د یو شمیر هیوادونو یوه وسیله ده چې له دغې ډلې څخه د افغانستان په څیر هیوادونو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. .
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې داعش د یو شمېر هېوادونو د استخباراتي دستګاه په توګه فعالیت کوي، زیاته کړه چې د افغانستان اوسنی حکومت د دې وړتیا لري چې د داعش ډلې ریښې ومومي چې د کومو هېوادونو وسیلې دي.
 
هغه څرګنده کړه، داعش له فکري اړخه د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای نه لري او نه شي کولای د نظام پر ضد په متقابل او مشخصو ځایونو کې کار وکړي.
 
په همدې حال کې د پوهنتون استاد قاسم نادري له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې لویدیځ هېوادونه د داعش په څېر له افراطي ډلو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
 
هغه وویل چې یو شمیر لویو هیوادونو داعش ډله د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره جوړه کړې او د اړتیا په وخت کې یې کاروي.
 
د پوهنتون دغه استاد ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې د نظام د ړنګولو لپاره نه، بلکې د ترهګرۍ د رامنځته کولو لپاره رامنځته شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې په تېرو دوو مياشتو کې پر چينايي اتباعو، د پاکستان پر سفارت او د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګي بريدونه کړي وو.
 
https://avapress.com/vdchvxnix23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته