دخپریدو نیټه :شنبه ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 264094
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس:

د تاریخي ځمکو غصب په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی

د تاریخي ځمکو غصب په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وويل، د تاريخي ابداتو د ځمکو غصب په هيڅ صورت د منلو وړ نه دى او د غصب شويو ځمکو د تاريخي ابادۍ په برخه کې به له پامه ونه غورځوم.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د الکوزي له قومي مشرانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د تاریخي ابداتو د ځمکو غصب په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.
 
په دې غونډه کې د الکوزي قوم يو شمېر مشران وايي چې يو شمېر زورواکو د وزير يارمحمد خان زيارت چې د تاريخي آبداتو يوه برخه ده، غصب کړې ده.
 
هغوى د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئيس څخه وغوښتل چې د دغه زيارت غصب شوې برخې بېرته واخلي او د زيارت د بيارغاونې چارې دې پرمخ يوسي.
 
مولانا حقاني ژمنه وکړه چې دا موضوع به په جدي توګه وڅېړي.
 
حقاني ډاډ ورکړ، چې د زيارت او د وزير يارمحمد خان مقبرې د مسئلې له څېړلو وروسته به يې رغول او رغول کېږي او ټينګار يې وکړ، چې د تاريخي سيمو اړوندو ځمکو د غصب اجازه به ورنه کړي او له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي، چې دا ډول کړنه کوي.
 
https://avapress.com/vdcaoynuy49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته