دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 264121
په نیمروز کې سختې یخنۍ ۳۴ تنه وژلي دي
د نيمروز ولايت سرچينې وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې د طوفانونو، بادونو او سختې يخنۍ له امله ٣٤ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی چې په تېرو دوو اونیو کې په دغه ولایت کې د توپانونو، بادونو او سختې یخنۍ له امله ۳۴ کسان وژل شوی دی.
 
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کسانو کې ۳۴ تنه په نشه يي توکو روږدي وو، چې په زرنج ښار او ولسوالیو کې مړه شوي او جسدونه یې له ښار څخه راټول شوي دي.
 
دغه راز نن له غرمې مخکې د سړې هوا له امله يوه ښځه او يو ماشوم هم مړه شوي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم اعلان کړی، چې د یخنۍ، سېلابونو، ګازو او اور لګېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
 
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په دې موده کې تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي او د استوګنې ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb5ab58rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته