دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 264180
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو پر وضعیت خبرې کوي
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن (دوشنبه، دلوه ۳) په یوه غونډه کې د ایران، افغانستان، وینزویلا، اتوپیا او مونته‌نګرو پر وضعیت خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه غونډه د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د معین جوزپ بوریل په مشرۍ جوړیږی.
 
د بوریل ویاندې نبیلا میزرالی ازادي راډیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د ایران، افغانستان، وینزویلا، اتوپیا او مونته‌نګرو پر وضعیت خبرې وکړي.
 
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د جمعې په ورځ د جدی په ۳۰مه په بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.
 
د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې استازې تیري هکلا په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: "افغانستان لا هم د اروپايي ټولنې د اجنډا په سر کې دی".
 
هغه زیاته کړې: «د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا ځانګړي استازي نن په بروکسل کې راغونډ شوي چې د ناوړه بشري ناورین، د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز، د بشري حقونو د وضعیت په اړه د وضعیت مثبت لوري ته د تګ امکانات ولټوي. .
 
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن هم ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcg7t9xzak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته