دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 264203
د ورېښمو لار له لارې لسګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي چې په تېره يوه مياشت کې څه باندې ٣٠ زره کسان له ايران څخه د ورېښمو لار له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوی صدیق الله نصرت وایی: د روان کال په لړم میاشت کې ۲۹۹۳۳ تنه د ورېښمو لار له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې په دغو کسانو کې ٤٧٧ کورنۍ شاملې دي، چې ١٧٥٨ کسان پکې شامل دي او ٢٨ زره ١٧٥ تنه يې مجردان دي، چې له دې پولې هېواد ته داخل شوي دي.
 
مولوي نصرت همدا راز زیاته کړه: د ۲۰۴۳ هغو کسانو لپاره چې ډېر زیانمن شوي وو، د IOM موسسې له دې ادارې سره په همغږۍ د خوراکي او نغدي مرسته وکړه او پر کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي هم وویشل شول.
 
د نيمروز د کډوالو رييس دغه راز وويل چې په تېره يوه مياشت کې ٤٦ تنه مړه شوي کډوال هېواد ته ليږدول شوي دي.
 
نيمروز ولايت د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه دى، چې له دوو هېوادونو ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري.
 
https://avapress.com/vdccx0qi12bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته