دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 264208
د کلتوري فعالیتونو پراخول تاوتریخوالی کموي
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس د هرات ولايت غوريان او کهسان ولسواليو ته په سفر کې د کلتوري فعاليتونو په پياوړتيا او پراختيا باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه فعاليتونه به تاوتريخوالى کم کړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني د غوریان ولسوالۍ له یو شمېر مدني فعالانو سره په کتنه کې وویل: د کلتوري فعالیتونو پیاوړتیا او پراخول به په دغه ولایت کې تاوتریخوالی کم کړي.
 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په دې ولسوالۍ کې د کلتوري فعاليتونو د ملاتړ په ترڅ کې ټينګار وکړ: ټول مدني فعالان او ليکوالان اړ دي چې د کلتوري کارونو د ودې او فعاليت لپاره خپل کلتوري او تعليمي معلومات له موږ سره شريک کړي.
 
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې غوريان ولسوالۍ د هرات له مشهورو ولسواليو څخه ده، چې تل يې په کلتوري چارو کې مخکښ پاتې شوى دى.
 
په همدې حال کې ليکوال او څيړونکي حميدالله کامګار د هرات د غوريان ولسوالۍ د ښوونکو په استازيتوب د يادو ولسواليو تاريخي ابداتو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
 
ده زياته کړه هيله ده داطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ځايونو دليدنې په ترڅ کې هڅه وکړي چې دهرات ښار په لرې پرتو سيمو کې ځينې تاريخي ابدات او د هرات ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست دتاريخي ابداتو په ليست کې شامل کړي .
 
د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ دغه ليکوال او محقق له مولانا حقاني څخه وغوښتل چې د شاعرانو او ليکوالانو د اثارو په خپرولو کې همکاري وکړي او د ټولنې د دغې برخې لپاره د ځينو اثارو د خپرولو زمينه برابره کړي.
 
دغه راز د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس د هرات لوېديځو ولسواليو ته د خپل سفر په ترڅ کې د کهسان ولسوالۍ له مشرانو او مدني فعالانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې مولانا حقاني په يووالي او پيوستون ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د کلتوري او تاريخي ابداتو په برخه کې شته ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي.
 
نوموړي دغه راز په ډاګه کړه، چې د شته امنيت په برخه کې دوى پلان لري، چې ټولو ولسواليو ته له تاريخي ابداتو او مدني فعالانو ليدنه وکړي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له لرغونو ولايتونو څخه دى، چې ډېر اوږد تاريخ لري.
 
https://avapress.com/vdchvkni623n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته