دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 264475
په ژمي کې د برېښنا د بیلونو د زیاتوالي په اړه د ښاریانو شکایت
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا له بندېدو سره شاوخوا یوه میاشت کېږي چې کابل او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱-۲ ساعته برېښنا لري. د کابل ښاریان وايي، که څه هم په دې میاشت کې دوی په ۲۴ ساعتونو کې ۱-۲ ساعته برېښنا درلوده، خو د تېر کال د نورو میاشتو په پرتله چې ۲۴ ساعته برېښنا موجوده وه، د برېښنا بیلونه ډېر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی ابراهیم، ​​افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د جدی په میاشت کې که څه هم دوی په ۲۴ ساعتونو کې ۱-۲ ساعته برښنا لرله، خو د برښنا بیې د پخوا په پرتله لوړې وې.
 
هغه په ​​جدې مياشت کې د برشنا شرکت د زيات لګښت په اړه د شکايت په ترڅ کې زياته کړه: پخوا زموږ د برېښنا بيه په مياشت کې ٥٠٠ افغانۍ وه، خو په دې میاشت کې چې برېښنا نه وه، ۹۰۰ افغانۍ راغلې.
 
د کابل دغه اوسېدونکی برشنا شرکت له خلکو په زوره اخيستو تورنوي او وايي، دغه شرکت د برېښنا د تخنيکي ستونزو مخه نه شي نيولی، بلکې د تخنيکي ستونزو د ترميم لګښت له خلکو اخلي.
 
په همدې حال کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکی نجیب الله هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په داسې حال کې چې ما د سنبلې میاشتې د برېښنا بیل نه دی ورکړی، د جدی میاشتې د برېښنا بیل د تېرې میاشتې په پرتله زیات شوی دی.
 
هغه وويل، که د برښنا لګښت د برښنا د کارکوونکو له خوا په سمه توګه محاسبه شي، نو د جدي مياشتې د بريښنا بيل دومره لوړنه دى، په داسې حال کې چې په ٢٤ ساعتونو کې يو ساعت برښنا شتون لري؟
 
د کابل ښار دغه اوسیدونکي ټینګار وکړ: په کور کې ډیر بریښنایی وسایل نه لرم، زیاتره وخت د لمریزې بریښنا (سولر پینل) څخه کار اخلم، خو د جدی په میاشت کې د بریښنا بیل دوه چنده شوی دی.
 
دا لومړی ځل نه دی، چې ښاریان د برېښنا له زیات لګښت او له ستونزو شکایت کوي، له دې وړاندې هم څو ځلې دا ستونزه د خلکو له لوري راپورته شوې ده.
 
خو برشنا شرکت تل دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې له ښاریانو څخه اضافي پیسې نه اخلي، که ښاریان په دې اړه کوم ثبوت لري، د شرکت له مسئولینو سره دې شریک کړي.
 
برشنا شرکت وايي، شپه او ورځ خلکو ته د برېښنا د رسولو په برخه کې پوره هڅه کوي، څو د برېښنا د نشتوالي او د برېښنا په برخه کې نورې ستونزې په هر صورت حل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د اړتيا وړ برېښنا ډېره برخه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ايران څخه واردوي او اوس چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې، کابل او نور ولايتونه د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0xkyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته