دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 264992
اسلامي امارت په کابل کې د سعودي سفارت د تړلو خبره رد کړه
په کابل کې د سعودي سفارت د تړل کېدو خبر تر خپرېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند وايي چې د سعودي سفارت کارکوونکي د روزنې په موخه کابل ته تللي او بېرته به راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د سعودي سفارت د تړل کېدو په اړه په ځینو رسنیو کې د خبرونو له خپرېدو وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د سفارت کارکوونکي د روزنې لپاره کابل ته تللي دي. دوی به ژر بیرته راشي.
 
ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: د سعودي عربستان د سفارت تړل حقیقت نه لري، خو د دوی دیپلوماتان د یوې اونۍ د روزنې لپاره سعودي عربستان ته غوښتل شوي او بیا به بیرته راستانه شي او په دې اړه اوازې حقیقت نه لري.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د ډيپلوماتانو د وتلو راپورونه خپاره شوي وو.
 
یو شمېر سیاسي کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتیک فعالیت مهم بولي. د دغو کارپوهانو په اند، د هېوادونو او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو پرې کول به د کابل په زيان وي.
 
https://avapress.com/vdchwknii23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته