افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: موږ ته بلنه نه ده راکړل شوې، خو افغانستان باید په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د هیواد پر مسئلې بحث کیږي.
د دې سرچینې په وینا، د اسلامي امارت ویاند په دې غونډه کې له مسئولینو وغوښتل چې د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړي.
تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د تاس خبريال ته ويلي و، چې تمه ده د افغانستان په غونډه کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو، چين، هند، پاکستان او ايران استازي ګډون وکړي.
په تېر یو نیم کال کې په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د مسکو دوه غونډې جوړې شوې، چې په کې برخه والو د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو، ملي بحث، بشري حقونو ته د درناوي او ملي پخلاینې په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره نړیوالې ټولنې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کول، بشري حقونو ته درناوي او د نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او کار حق په څېر مخکیني شرطونه ټاکلي دي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي بلنه هم په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیت شورا د دارالانشا د راتلونکې اونۍ په غونډه کې د ګډون لپاره اعلان کړې وه.
دغه روسي چارواکي په مسکو کې د افغانستان غونډه له مخکې نه پلان شوې بللې، چې ټاکل شوې وه له وخته مخکې جوړه شي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیت شورا د دارالانشا وروستۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان، د امنیت شورا د استازو په حضور کې جوړه شوه.