دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 265216
شل کسيزه ډله چې په هند کې له پوځي روزنيز کورس څخه فارغ شوي، هېواد ته راستانه شول
د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان کړی چې د پوځي روزنیزو کورسونو ۲۰ تنه فارغان چې په هند کې اوسیدل، افغانستان ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت په اعلامیه کې چې تېره شپه (چهارشنبه، دلو ۱۹) خپره شوې، راغلي چې دغه کسان د پوځي روزنیزو کورسونو له بشپړولو وروسته کابل ته راستانه شوي دي.
 
د ملي دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په تېرو مياشتو کې لسګونه محصلين هېواد ته راستانه شوي او په ملي دفاع وزارت کې په ورسپارل شويو دندو بوخت دي.
 
اعلامیه کې راغلي، چې د پوځي روزنيزو کورسونو دغه فارغان چې په دې وروستيو وختو کې له هند څخه راستانه شوي دي ډاډ ورکړ چې د خپلو خلکو خدمت ته چمتو دي.
 
له دغو فارغانو سره د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت نغدي مرسته هم وکړه.
 
د يادونې ده، چې دغه فارغان د افغانستان په پخواني حکومت کې د پوځي زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو.
 
خو تېره اوونۍ د اسلامي امارت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر جنرالانو، عسکرو او چارواکو د دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین سره وکتل.
 
په دې غونډه کې د تېر حکومت د دفاع وزارت مرستیال افضل امان هم حضور درلود.
 
ملا یعقوب په دې غونډه کې ټینګار کړی و چې د اسلامي امارت د چارواکو او پخوانیو عسکرو د امنیت تامین ته ژمن دی.
 
https://avapress.com/vdchzmni-23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته