دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 266190
په لغمان ولايت کې اته ويشت جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د لغمان ولايت په دولت شاه او اليشنګ ولسواليو کې ۲۸ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د لغمان ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت چارواکو د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې ۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.
 
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې د چندالوېس او مورې په کليو کې وې.
 
په ورته وخت کې د دې ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو د الیشنګ ولسوالۍ په سالاب دره کې ۸ جریبه ځمکه چې ټولټال ۲۸ جریبه جوړوي، د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هېواد په ختيځ زون کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له لوري لس جريبه د کوکنارو کرل شوې ځمکه پاکه او له منځه وړل شوې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د پخواني حکومت پر مهال افغانستان د نشه يي توکو له تولیدونکو هیوادونو څخه شمیرل کیده، خو د اسلامي امارت د واک ته رسیدو او د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده له لوري د حکم په صادریدو سره د کوکنارو کښت په ټپه ودرید.
 
https://avapress.com/vdcjhme8yuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته