دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 266270
په ایټالیا کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شاوخوا ۸۰ افغانان مړه شوي دي
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایټالیا په جنوبي اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۸۰ افغانان وژل شوي دي. دغه وزارت له نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه له سره صلیب څخه غوښتي چې په دې پېښه کې د ډوب شویو افغانانو جسدونه وپلټي او را انتقال کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د حوت په ۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ایټالیا کې د یوې لرګينې کښتۍ د ډوبېدو له امله "نږدې ۸۰ افغانان" مړه شوي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایټالیا په سواحلو کې د یوې لرګينې کښتۍ د ډوبېدو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
یوه لرګينه کښتۍ چې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له کډوالو ډکه وه، د روانې اوونۍ د یکشنبې په سهار د ایټالیا په سواحلو کې له سمندري ډبرو سره ټکر شوه او ډوبه شوه. د ځینو ژغورل شویو کسانو په وینا، دغه کښتۍ چې له ترکیې څخه د تېرېدو پر مهال ۲۰۰ تنه سپاره وو.
 
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزارت له خیریه بنسټونو په ځانګړې توګه له سره صلیب څخه غوښتنه کوي چې د بشردوستانه وظیفې پر بنسټ د ایټالیا په جنوبي اوبو کې د ډوب شویو افغانانو د جسدونو د موندلو او انتقال په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. "
 
بل خوا په ايټاليا کې د افغاني ټولنې استازو بي بي سي ته ويلي، چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د پېښې له ځايه د لسګونو افغان کډوالو د جسدونو د لېږدولو په موخه فوق العاده غونډه کړې ده. په همدې حال کې دوی ویلي چې په اروپا کې مېشت یو شمېر افغانان د خپلو خپلوانو د موندلو په موخه ایټالیا ته تللي دي.
 
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۰۵ زره کډوال د دغه هېواد ساحلونو ته رسېدلي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله شاوخوا ۳۸ زره ډېر دي.
 
بله لاره چې د قاچاقبرانو لخوا کارول کیږي د لیبیا له ساحل څخه د مرکزي مدیترانې له لارې تیریږي ، چیرې چې پناه غوښتونکي اکثرا د میاشتو لپاره د وحشیانه توقیف شرایط زغمي مخکې لدې چې د ایټالیې ساحل ته د ربړ ډینګیو یا د لرګیو زړو کب نیولو کښتیو کې سپاره شي. دا لاره لویدیځې اروپا ته د رسیدو لپاره یو له وژونکو لارو څخه شمیرل کیږي.
 
https://avapress.com/vdciyqarut1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته