دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 266288
په یونان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان دي
په یونان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. په دې پیښه کې یو مسافر وړونکی اورګاډی په ډیر سرعت له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د یوناني چارواکو په وینا، له ټکر وروسته سخته اورلګیدنه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو شمیر مسافر سخت سوځیدلي دي. چارواکي وايي اور دومره زورور و چې "څو واګونونه یې په اور کې وسوځېدل."
 
د یونان د تیسالي سیمې والي ځايي ټلویزیون ته ویلي، له ټکر وروسته د مسافر وړونکي اورګاډي لومړی څلور ګاډي له پټلۍ وتلي او په ورته وخت کې دوو اورګاډو اور اخیستي.
 
هغه وویل چې دوه ریل ګاډي په ورته لیکه کې په "ډیر لوړ" سرعت سره روان وو او چلوونکی د دوه اورګاډو په یو وخت په یوه لیکه د شتون څخه خبر نه و.
 
تر اوسه د اورګاډي ۲۵۰ مسافر خوندي سیمو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي. سیمه ییزو رسنیو ویلي، په دغه اورګاډي کې ۳۵۰ مسافر سپاره وو.
 
https://avapress.com/vdch6-ni623n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته