دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 266451
یوه بله غمیزه؛ په ایټالیا کې د کشتي د ډوبیدو له امله د وژل شوو افغان کډوالو شمیر ۷۸ تنو ته لوړ شو
په بلغاریا کې په یوه کانټینر کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کېدو ترخې او دردونکې پېښې وروسته دا ځل د ایټالیا په سویل کې د یوه کښتۍ د ډوبېدو له امله له دغه هېواد څخه د ډېرو کډوالو د مړینې پېښې خلک ژور اغېزمن کړي دي. د وروستیو راپورونو له مخې د ایټالیا په سویل کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون د وژل شویو افغانانو شمېر ۷۸ ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې له ازمیر ښار څخه د ایټالیا په لور روانه وه چې د ۱۸۰ مهاجرو د کښتۍ له ډوبیدو څخه څه دپاسه یوه اونۍ تیریږی. تر اوسه د ځینو مسافرو جسدونه نه دي موندل شوي.
په ايټاليا کې مېشت افغان کبري رحمتي، چې د پېښې له ځايه يې ليدنه کړې، ایندیپندنت فارسی ته وويل، چې ډوبه شوې بېړۍ د شاوخوا سلو کسانو د لېږد ظرفيت درلود، خو قاچاق وړونکو په دې بېړۍ کې له ١٨٠ زياتې ښځې او ماشومان سپاره کړی وو.
 
هغه د یوه افغان په حواله ویلي چې ژغورل شوی اوس په ایټالیا کې تر درملنې لاندې دی، هغه وویل چې کښتۍ له ساحله ۵۰۰ متره لرې ډوبه شوې وه.
 
په دې کښتۍ کې سپاره افغان ماشومانو کې یوازې یو ۹ کلن ماشوم ژغورل شوی او د کډوالو په یوه کمپ کې ساتل کېږي.
 
د قربانیانو مړي د کروتون ښار په یوه ورزشي تالار کې په تابوت کې ساتل کېږي او د ایټالیا حکومت ژمنه کړې چې د حکومت په لګښت به یې ټول جسدونه افغانستان ته ولېږدوي.
 
په ایټالیا کې د افغانستان سفیر خالد زکریا چې د پېښې ځای ته تللی و، له ژغورل شویو او ټپیانو سره یې لیده کاته نه دي کړي.
 
میرمن رحمتي وویل: "د ایټالیا پولیس د قربانیانو د کورنیو له لومړۍ درجې غړو پرته بل چا ته اجازه نه ورکوي چې روغتونونو ته چې د ژغورل شویو کسانو درملنه کیږي، لیدنه وکړي."
 
هغه زياته کړه، چې د لادرکه شويو کسانو د موندلو هڅې روانې دي، خو د دې له امله، چې د پېښې ځاى شګو او توپان دى او د شګو د ګړنديتوب کچه په هر ساعت کې زياتېږي، نو د ورکو شويو کسانو د جسدونو په موندلو کې ځنډ رامنځته شوى دى.
 
رحمتي زیاته کړه چې د ایټالیا حکومت تر اوسه د ټولو ۷۸ وژل شویو افغانانو له کورنیو سره چې هویت یې ثبت شوی نه دی تماس نیولی او که کورنۍ یې وغواړي د قربانیانو جسدونه افغانستان ته ولېږدوي، د ایټالیا حکومت به دا کار وکړي.
 
هغه د ژغورل شویو او درملنې شویو کسانو په اړه وویل چې د ایټالیا د حکومت د پرېکړې له مخې دغه کسان کولای شي په دغه هېواد کې پاتې شي او که وغواړي د پناه غوښتنه وکړي.
 
د پنجشنبې په ورځ، د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماتاریلا د دي ځای څخه لیدنه وکړه چیرې چې د قربانیانو جسدونه ساتل کیږي او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خبرې وکړې. د ایټالوي چارواکو په وینا، د دغې کښتۍ په مسافرو کې د افغانستان، ایران، سومالیا، پاکستان، فلسطین او سوریې اتباع شامل وو، چې ۸۰ تنه یې ژغورل شوي دي.
 
تر دې مخکې په ايټاليا کې د افغانستان سفارت اعلان کړى و، چې د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې د وژل شويو ٣٢ افغانانو هويت يې تاييد کړى دى.
 
نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا په څنډه کې د ۱۸ افغان کډوالو مړي چې په یوه لارۍ کې د اکسېجن د نشتوالي له امله د لوږې او ساه بندۍ له امله مړه شوي وو وموندل شول.
 
د بلغاریا پولیسو ویلي دي چې دغو مهاجرو د بلغاریا له پلازمینې صوفیا ښار څخه شل کیلومتره لیرې د اروپا یوه هیواد ته د رسیدو هڅه وکړه، په ساعتونو ساعتونو له اوبو او خوړو پرته پاتې شول او د ساه لنډۍ او د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شول.
 
په همدې حال کې د جنوبي افریقا حکومت په دې وروستیو کې د هغو ۲۲ افغانانو د پناه غوښتنې د ردولو پرېکړه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو څخه دغه هېواد ته رسېدلي دي.
https://avapress.com/vdcjime8vuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته