دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 266499
په لغمان ولايت کې اتيا جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د لغمان ولايت امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت چارواکو د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې ٨٠ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د حوت ۱۴ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د لغمان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دولت شاه ولسوالۍ کې ۸۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړي ده.
 
تر دې مخکې د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړى و چې د دغه ولايت په دولت شاه او اليشنګ ولسواليو کې يې ٢٨ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې وه.
 
د لغمان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په داسې حال کې د کوکنارو له کښت څخه د ٨٠ جريبه ځمکې د پاکولو خبر ورکوي چې د هېواد ختيځ زون په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد او قاچاق يو اصلي مرکز بلل کېږي.
 
د یادولو وړ ده چې نږدې یو کال وړاندې د اسلامي امارت مشر ملاهبت الله اخندزاده د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز اعلان کړ.
https://avapress.com/vdcb90b59rhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته