دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 266858
پوځي کارپوهان: ځینې کړۍ په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي
پوځي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې ځینې ډلې ښايي له ترهګرو ډلو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. له همدې امله په هېواد کې اوسنی حکومت باید د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او د دغو ډلو د اصلي ملاتړو د پېژندلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نظامي مسئولینو دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د شنبي په ورځ د کب ۲۰مه په مزارشریف ښار کې د افغان غږ خبری آژانس په دفتر او تبیان مرکز کې درنه چاودنه وشوه. چې يو شمېر خبريالان او مدني فعالان شهيدان او ټپيان شول
 
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: په افغانستان کې ځینې کړۍ له ترهګرو ډلو څخه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي له همدې امله په هیواد کې اوسنی حکومت باید د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د نړۍ د ځینو هیوادونو استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره له ترهګرو ډلو څخه په اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره کار اخلي.
 
دغه پوځي کارپوه څرګنده کړه، اسلامي امارت باید د دیني، فرهنګي او تعلیمي مرکزونو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي، څو نورې ترهګرې ډلې په ځانمرګو او چاودنو لاس پورې نه کړي.
 
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خېل له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: «په افغانستان کې تروریستي ډلې د دې توان نه لري چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مخامخ مقابله وکړي، نو د دې لپاره ځانمرګي او چاودیدونکي بریدونه کوي.
 
هغه وویل، ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای نه لري، نو اوسنی حکومت باید د ترهګرو په پېژندلو کې له خلکو مرسته وغواړي.
 
ابراهیم خیل څرګنده کړه چې که څه هم د اسلامي امارت ځواکونو څومره پټنځایونه له منځه وړي، خو دا کافي نه دي، موږ باید د داعش پر وړاندې لا جدي واوسو.
 
د یادولو وړ ده چې پرون په مزارشریف کې د تبیان مرکز او افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس د نمایندګۍ په دفتر کې د چاودنې په پایله کې د دوو خبریالانو په ګډون ۳ تنه شهیدان او ۳۷ تنه نور ټپیان شول.
 
دغه برید په ټوله نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د افغان غږ خبری آژانس په دفتر او د تبیان په مرکز کې د چاودنې د هر اړخیزې څیړنې او تعقیب غوښتنه وکړه.
 
دغه راز د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ په خپل ټويټر کې د تبيان په کلتوري مرکز او د افغان غږ خبری آژانس خبري اژانس د خبريالانو په نښه کول په کلکه غندلي او دا يې يو تروريستي بريد بللى دى.
 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رفیلا ایودیس په بلخ ولایت کې په وروستیو ورځو کې دوه بریدونه په کلکه وغندل او په افغانستان کې یې د ترهګریزو بریدونو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcaminua49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته