دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 267155
په خوست ولایت کې یوه سړي خپل دوه ماشومان وژلي دي
د خوست امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې په نشه يي توکو يوه روږدي خپل زوى او لور په مرمۍ وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مصطفی ګربز وايي، چې په دغه ولایت کې یوه سړي خپل دوه ماشومان په مرمیو وژلي او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان کړي دي.
 
ګربز زياته کړه چې دغه سړى معتاد و او د خپلې کورنۍ د دوو نورو غړو له ټپي کولو وروسته يې پر برخود هم ډزې کړې او وژلى دى.
 
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند بیا د دغې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بولي.
 
بايد يادونه وشي، چې نشه يي توکي د خلکو د شخصي ژوند د خرابولو تر څنګ په کورنيو او ټولنه کې د ګڼو ستونزو لامل هم ګرځي.
 
https://avapress.com/vdcbszb5srhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته