دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 267212
۱۴۰۱ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره په ځانګړې توګه د بهرني سیاست په ډګر کې له لاسته راوړنو ډک کال و
سیاسي کارپوهان وايي، چې ۱۴۰۱ لمریز کال د اسلامي امارت لپاره د بهرني سیاست په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال و او د حکومت مشران په دې وتوانېدل چې د سیمې له ډېرو هېوادونو سره د اړیکو په ټینګولو سره د افغانستان استازیتوب په خپله غاړه واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیاسی چارو کارپوه فواد درانی له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلی: که څه هم اسلامی امارت د نړۍ د هیوادونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو په دې توانیدلی دی چې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړی.
 
هغه زیاته کړه: هغه هېوادونه چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې په افغانستان کې خپلې نمایندګۍ تړلې وې اوس د بیا پرانستلو په هڅه کې دی.
 
دراني ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل بهرني سیاست کې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د بې طرفۍ د اصولو په نظر کې نیولو سره توانېدلی چې د اړیکو په ټینګولو کې د سیمې د ډېرو هېوادونو رضایت ترلاسه کړي.
 
دغه سیاسي کارپوه همداراز یادونه وکړه چې د اسلامي امارت او ګاونډیو هیوادونو اړیکې د جمهوري ریاست د وخت په پرتله ډیرې ښې دي او حکومت توانیدلی چې په دغو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو ستونزې هوارې کړي.
 
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه اکبر حسیني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: د اسلامي امارت چارواکو په خپل بهرني سیاست کې د انډول په ساتلو سره له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د هېوادونو لېوالتیا زیاته کړې ده. حکومت
 
هغه ټینګار وکړ که څه هم د نړۍ هیوادونو داسلامی امارت په رسمیت نه دی پیژندلی خو دبهرنیو ډیپلوماټانو حرکت ښیی چې دنړۍ اکثره هیوادونه له اسلامی امارت سره د اړیکو ټینګولو هڅه کوی .
 
حسیني همداراز وویل: د اسلامي امارت چارواکو په څه کم دوو کلونو کې وکولای شول چې افغانستان له سیاسي انزوا څخه وباسي.
 
په همدې حال کې د ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین، ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو او روسیې هېوادونو د افغانستان سفارتونه اسلامي امارت ته سپارلي او د دغو هېوادونو سفارتونه په کابل کې پرانیستي دي او ښې دیپلوماتیکې اړیکې لري.
https://avapress.com/vdcfyed00w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته