دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 267213
ډاکټر عبدالواسع له شیعه شخصیتونو سره په کتنه کې:

حکومت هڅه کوي چې ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کړي

حکومت هڅه کوي چې ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کړي
د رئیس الوزرا د دفتر رييس ډاکتر عبدالواسع په کابل کې له يو شمېر شيعه شخصيتونو سره په کتنه کې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قرباني ورکړې ده او وويل: حکومت پرته له دې چې قومي، سمتي او سياسي مسايل په پام کې ونيسي، هڅه کوي چې په يوه ژبه ټولو خلکو ته يو شان خدمات وړاندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د  رئیس الوزرا د دفتر رئیس له یو شمېر شیعه مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د هېواد ابادي او پرمختګ د افغانستان د ټولو خلکو او اسلامي امارت مسوولیت لری چې کار أهل کار ته وسپاري.
 
د رئيس الوزرا د دفتر د دې خبر په خپرولو سره ویلي دي: ډاکټر عبدالواسع په ارګ کې له یو شمېر شیعه مشرانو سره کتلي دي.
 
په دې کتنه کې مولوي حافظ ذاکرالله د دوى په استازيتوب د شيعه ګانو د ستونزو د حل لپاره د کميسيون د جوړولو او اهميت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کميسيون د شيعه ګانو يو شمېر ستونزې حل کړې دي او د شيعه ګانو د ستونزو د هواري لپاره چمتو دى.
 
په دغه کتنه کښې محمد علي اخلاق له شيعه مشرانو سره د خبرو په ترڅ کښې د امنيت، د بهرني کلتور د ختمولو او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د اوسنيو هلو ځلو په اړه خپل رضايت څرګند کړ.

د رئیس الوزرا د دفتر رييس ډاکتر عبدالواسع وويل: په تيرو شلو کلونو کې د افغانستان ټولو خلکو د اسلامي نظام د تاسيس لپاره قرباني ورکړې ده.
 
هغه زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د قوم، موقف او ژبې له توپیر پرته ټولو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کړو.
 
د رئیس الوزرا  د دفتر رئیس په خپلو وروستیو خبرو کې ژمنه وکړه چې د شیعه ګانو ستونزې به له اړوندو ادارو سره شریکوي.
 
په همدې حال کې د شنبې په ورځ د شیعه شخصیتونو یوې ډلې د رئیس الوزرا د دفتر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل او په اړوندو مسایلو یې نظرونه تبادله کړل.
https://avapress.com/vdcgqu9xwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته