دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 267463
خلیلزاد: د اسلامي امارت وروستیو عملیات د افغانستان په شمال کې داعش ته لوی ګوزار وو
وروسته له هغه چې د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د هېواد په شمال کې د داعش د درېیو جګپوړو غړو د وژلو خبر ورکړ، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو د هېواد په شمال کې د داعش ډلې د درېیو جګپوړو غړو د وژلو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دغه څرګندونې نن (دوشنبه، حمل ۷) د داعش د درېیو مهمو غړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي: د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست اعلان کړی چې په مزارشریف ښار کې په وروستیو عملیاتو کې د دغې ډلې د خراسان څانګې د دوه غړي په ګډون د داعش درې غړي وژل شوي دي.
 
خلیلزاد ویلي، که د اسلامي امارت دغه ادعا تایید شي، د افغانستان په شمال کې داعش ته یو "لوی ګوزار" شوی دی.
 
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، اسلامي امارت د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنه کړې وه او د خلیلزاد په وینا د داعش د مشرانو له منځه وړل ښيي چې اسلامي امارت خپله ژمنه پوره کوي.
 
خلیلزاد لیکلي: "متحده ایالات او طالبان باید د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره، چې د افغانستان او امریکا له ګټو سره سمون لري، خپل منځي اړیکې زیاتې کړي."
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې په بلخ کې د امنیتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د داعش خراسان پخوانی والي او د دوهم نمبر مرستیال مولوي ضیاالدین مشهور په مولوي محمد وژل شوی دی. د دغې ډلې د شورا غړی عمر اپریدی او د داعش د پوځی روزنو یو چارواکی استاد سلمان تاجکستانی وژل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcd950xsyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته