دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 216827
خلیلزاد: د سولې پروسه دې ګړندۍ او بین الافغاني خبرې دې پيل شي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې بهیر دې ګړندی او بین الافغاني خبرې بيل شي.
ښاغلي خلیلزاد د اګست ۱۵مه(زمري۲۵مه) د افغان حکومت د سولې مذاکراتي ټېم پر غړي فوزیه کوفي باندې وسله وال برید هم غندلی دی.
نوموړي پر اغلې کوفي وسله وال برید د هغه کسانو کار بللی چې په وینا یې هدف یې د افغان سولې بهیر ځنډول او ګډوډول دي.
ښاغلي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"زه پر ټولو اړخونو چې د سولې په لټه کې دي غږ کوم چې نه یوازې دغه برید وغندي، بلکې د سولې پروسه ګړندۍ کړي او بین الافغاني خبرې پيل کړي."
 
له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړې فوزیه کوفي وړمه ورځ د کابل ـ پروان لویه لار د کابل ولایت قرباغ ولسوالۍ کې د ناڅرګندو کسانو برید کې برسېرنه ټپي شوې ده.
تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډل په غاړه نه دی اخیستی.
زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خلاصېدو د بهیر تر پیلېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو هیلې زیاتې شوي دي.
افغان حکومت تر دامهاله د یادو طالب بندیانو له ډلې څخه د ۸۰ تنو د ازادولو خبر ورکړی دی.
د افغان حکومت یوې سرچینې تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلي و چې بین الافغاني مذاکرات به د روانې اګست میاشتې پر ۱۶مه په دوحه کې پيل شي، خو لا معلومه نه ده چې دغه مذاکرات به کله پيل شي.
خو یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي دغه مذاکرات چې ټاکل شوې وه نن یکشنبه د اګست پر ۱۶مه پيل شوي وای ځنډېدلي دي.
د یادو مذاکراتو ځنډېدو یو اصلي لامل د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصېدو بهیر کې د ځنډ رامنځته کېدل بلل کیږي.
طالبانو هم روانه میاشت امریکا غږ ته وویل چې د خپلو پاتې بندیانو تر خلاصېدو وروسته په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرو ته کېناستلی شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b5zrhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته