افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشر ډیویډ بیسلي په خپل ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک له فقر او لوږې سره مخ دي.
هغه وویل که په څو ورځو کې سمدستي مرستې ونه شي نو په افغانستان کې به ۹ میلیونه خلک له خوراکي موادو بې برخې شي.
د هغه په وينا، نړۍ نه شي کولى چې د افغانستان خلک په دې بې ساري بحران کې يوازې پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.