دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 267553
له ایران څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د افغان کډوالو له راستنیدو وروسته د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هرات ولایت د اسلام کلا د سرحدي پولي له لارې ۱۹۶۳ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه (حمل ۹) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د هرات ولایت د کډوالو چارو ریاست د راپور له مخې، له دې جملې څخه ۲۷۸ تنه راستنیدونکو مرسته ترلاسه کړي.
 
د کډوالو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: له دغو کډوالو څخه ۲۷۸ تنه د کډوالي نړیوال سازمان   (IOM) ته ور وپیژندل شوي او هر یوه ته د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشوه.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې په تیر یو کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۸۰ زره کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdk50xsyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته