دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 267628
په یوه چاودنه کې ۱۰ پاکستاني پولیس مړه او ژوبل شول
په یوه چاودنه کې د یوه لوړ پوړي پولیس افسر په ګډون ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا چاودنه نن سهار (پنجشنبه، حمل ۱۰) د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په لکیمروت سیمه کې شوې ده.
 
د راپورونو له مخې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځیانو یو موټر د سړک د غاړې په یوه ماین وربرابر شو.
 
د دې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه شپږ پولیس ټپیان شول.
 
تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی دی.
 
باید وویل شي، چې د دغه هېواد له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
 
په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګڼو بریدونو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdcgxu9x7ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته