دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 267694
د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کیندلو کار پیل شو، ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه 
د هرات ولايت د کانونو او پټروليم رييس د دغه ولايت په اوبه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج د پيل خبر ورکوي. د دغه کان د قرارداد لګښت ۲۵۸ میلیونه افغانۍ دی چې ۴۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم رییس د دغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه نوي کان د استخراج د قرارداد په ترڅ کې وايي: اوسمهال د ۹ کانونو د استخراج کار روان دی. په دغه ولایت کې د دولت د عوایدو تر څنګ سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
 
د کانونو او پټروليم رييس مولوي فضل احمد منيب خميش له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل: د هرات د کانونو استخراجي مواد د کورني کارونې ترڅنګ بهر ته هم صادرېږي.
 
مولوي نعمت زياته کړه چې د اوبې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج چارې له بلال مدثر شرکت سره د درې کلن قرارداد له مخې تنظيم شوې او د تړون له مخې يې د ډبرو سکرو د استخراج چارې پيل کړې دي.
 
په ورته وخت کې د ابه د ډبرو سکرو د کان قراردادي مسوول او د بلال مدثر شرکت مشر عبدالواسع وايي چې دغه کان د ۲۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
 
هغه وايي، په دغه کان کې به شاوخوا ۴۰۰ کسان کار وکړي او په کال کې به ترې شاوخوا سل زره ټنه سکاره استخراجېږي.
 
بل خوا د اوبې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان په فعالېدو خوښ دي او هيله لري چې د دغه کان په فعالېدو سره به د دې ولسوالۍ د سړک د اسفالټ کار هم چټک شي.
https://avapress.com/vdcjhae8xuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته