دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 268268
چین، روسیه او پاکستان له نړۍ غوښتل چې له اسلامي امارت سره اړیکي ولري
د افغانستان د حالاتو د بیا کتنې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غیرې عامه غونډه کې د چین، روسیې او پاکستان استازو له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل غوښتنه وکړه او د افغانستان پر اوسني حکومت یې فشارونه بې اغیزې وګڼل.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د حالاتو د څیړلو په موخه جوړه شوې وه، چین، روسیې او پاکستان نورو هیوادونو ته بلنه ورکړه چې له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د چین، روسیې او پاکستان استازو له اسلامي امارت سره د اړیکو غوښتونکی شو او د افغانستان پر اوسني حکومت یې فشارونه بې ګټې وګڼل.
 
په ملګرو ملتونو کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې چین او ځینې هېوادونه له شته بندیزونو سره سره د اسلامي امارت د حکومت لپاره لابي کوي.
 
ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو د کار د ممانعت له امله جوړه شوې وه، له افغانستانه د "یوناما" د وتلو پر موضوع هم خبرې شوې چې که دا شرایط دوام وکړي، خو د دغه سازمان استازي چین پر دې موضوع سختې نیوکې کړې دي.
 
په ورته وخت کې له دغې تړل شوې غونډې څخه خپاره شوي خبرونه ښيي چې د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د چین پر دریځ غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له اسلامي امارت سره تعامل او د افغانستان اوسني وضعیت ته سترګې په لاره اچول به دغه هېواد په نړیواله کچه د سیاسي انزوا لامل شي.
 
https://avapress.com/vdch-6ni623n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته