دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 268918
اوچا: افغانستان درې کاله پرله پسې وچکالۍ سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې افغانستان له درېیو کلونو وچکالۍ، دوه کاله له سختو اقتصادي ستونزو، د لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له ۲۳،۷ میلیونه وګړو سره د مرستې لپاره ۴.۶۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
اوچا دا هم ویلي چې په افغانستان کې تر ۲۰۲۳ کال پورې ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcjvoe8ouqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته