دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 268467
اوچا: که په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره بودجه برابره نه شي، د میلیونونو خلکو ژوند به له خطر سره مخ شي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د بشري مرستو د بودیجې د پای ته رسیدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که ژر تر ژره بودیجه ورنه کړل شي، د میلیونونو انسانانو ژوند به له خطر سره مخ کړي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه دفتر په خپل ټوېټ پاڼه کې لیکلي چې که په افغانستان کې د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیړنۍ بودیجه برابره نه شي، میلیونونه افغانان به له قحطۍ، ناروغۍ او مرګ سره مخ شي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې د کافي منابعو له امله د اړو کسانو لپاره خوراکي توکي نیمایي ته راکم شوي دي.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام بله ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اړو خلکو د ژغورنې لپاره تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
 
د دغه بنسټ په وینا، که له افغانستان سره بشري مرستې په دوامداره توګه دوام ونه کړي، په افغانستان کې به د سلګونو زرو خلکو ژوند له قحطۍ سره مخ شي.
 
اوچا تر دې مخکې د افغانستان کړکېچ په نړۍ کې تر ټولو ستر او جدي "بشري بحران" بللی و او ویلي یې وو، چې د دغه سازمان له خوا د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه شوې، چې یوازې ۵ سلنه یې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته ورکړل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdciqvaryt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته