دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 269501
هیوادوال باید له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د فراه ولایت له سوداګرو سره په کتنه کې له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، څو د هېواد کورني بازار او تولیدات لا وده وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د فراه ولایت له سوداګرو او پانګوالو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
 
په دې ناسته کې ګډونوالو د مناسب کورني مارکېټ د نشتوالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو او پروسس مرکزونو د نشتوالي، د بهرني بازار د رامنځته کېدو، د هېواد د صادراتي توکو لپاره د ټرانزیټ اسانتیاوو او د مناسب بازار د رامنځته کېدو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
دغه راز د صنايعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې له هغه هېواد څخه عربي هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو لپاره د ترانزيټي اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه به د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره خبرې وکړي.
 
ده همداراز وویل چې د افغانستان د محصولاتو لپاره د مناسب بازار د برابرولو او د خلکو د ستونزو د حل په خاطر د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو او د پاکستان د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره هراړخیزې خبرې اترې شوي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي، څو د کورني بازار وده وکړي.
 
https://avapress.com/vdciu3arzt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته