دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 269974
ترکمنستان له افغانستان سره ۱۲۵ ټنه مرسته وکړه
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته یې ۱۲۵ ټنه بشري مرستې استولې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د می په ۱۱ مه د افغانستان لپاره د درملو او طبی تجهیزاتو، خوراکی او نساجی محصولاتو، چې څه باندې ۱۲۵ ټنه وزن لری، د بشری مرستو کاروان افغانستان ته واستول شو.
 
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه بشري مرستې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بردي محمدوف په امر ترسره شوې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د ترکمنستان د روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو یوه ډله به د روان کال د مې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د زیږون روغتون ته چې په ۲۰۱۶ کال کې د هرات په تورغندي کلي کې د بشري مرستو په توګه جوړ شوی وو د روغتیايي او مشورتي مرستو د رسولو په موخه واستول شي.
 
https://avapress.com/vdccmoqi02bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته