دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 270423
د سوداګرۍ او پانګونې خونې حکومت ته د مالیاتو د ورکړې د کموالي هرکلی کوي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس یونس مومند په یوه خبري ناسته کې د مالیاتو د کمولو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان هرکلی وکړ او له هغو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې له هېواده بهر دي افغانستان ته راستانه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (یکشنبه، ثور ۳۱) د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مالیې وزارت د پلان د تصویب په اړه مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ. په کابل کې د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د استازو په حضور کې د خصوصي سکتور لپاره د مالیاتو د قانون او د مالیاتو د کمولو غونډه جوړه شوه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي هم د سوداګرو لپاره د مالیاتو د کمولو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ د وروستي فرمان هرکلی وکړ.
 
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د هېواد د سوداګرو ډېرې ستونزې حل کړې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرو د ستونزو د ژر حل په موخه يوه کمېټه جوړه کړې ده. نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې خپل وړانديزونه او نظرونه دې کمېټې ته وړاندې کړي.
 
خان جان الکوزي پر پاکستان نيوکه وکړه او زياته يې کړه، سره له دې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير پاکستان ته تللى، خو د دغه هېواد د سوداګرو سلګونه بار وړونکي توکي لا هم د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.
 
بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند وايي، د افغانستان صادراتي توکي د اروپايي ټولنې هېوادونو، امریکا او منځنۍ اسیا ته صادرېږي.
 
هغه له ځینو هېوادونو څخه د ویزو د نه اخیستو په اړه د یو شمېر سوداګرو شکایتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د اسلامي امارت د رهبرۍ په نوي فرمان کې یې د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د سوداګرو د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې هوارې کړي.
 
یونس مومند د هېواد له سوداګرو څخه د ملاتړ په موخه د اسلامي امارت د رهبرۍ د وروستي فرمان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې دولت ته د مالیاتو ورکړه د پرمختګ لامل کېږي او د ټولنې اقتصادي ستونزې به حل شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس له اسلامي امارت وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر وارداتي توکو لوړه مالیه ولګوي.
 
هغه له سوداګرو او پانګوالو څخه چې له افغانستانه بهر دي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او له دولت سره په اقتصادي چارو کې همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې یو شمېر سوداګر او صنعتکاران وايي چې اسلامي امارت باید د مالیاتو په راټولولو کې نوره هم کموالی راولي.
 
څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په هېواد کې د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ په موخه درې میاشتنۍ مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټه کړې وه.
 
په دغه فرمان کې د کرنې، صنعتي او سوداګریزو برخو د ملاتړ او ودې په موخه له ۷ سلنه مالیې معاف شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdxz0xsyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته