دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 270568
له بلغاریا څخه کابل ته د ۱۸ افغانانو جسدونه انتقال شول /بانکي بندیز د ځنډ لامل بلل شوی
د هغو افغانانو جسدونه چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په بلغاریا کې د لرګیو په یوه کانټینر کې د ساه لنډۍ او تندې له امله مړه شوي وو کابل ته راوړل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د جوزا په ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هغو ۱۸ افغانانو جسدونه چې د فبرورۍ په ۱۷ مه د بلغاریا په پلازمینه صوفیا کې وژل شوي وو. د ساه لنډۍ او تندې له امله په یوه کانټینر کې سپاره کسان چې اروپا ته د لرګیو د لېږدولو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و کابل ته لېږدول شوي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو جسدونه د اریانا هوايي شرکت له لارې هېواد ته لېږدول شوي او د عامې روغتیا وزارت د ځانګړو امبولانسونو له لارې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دفتر ویلي چې د جسدونو په سپارلو کې د ځنډ لامل د بلغاریا د محکمې د پریکړې ځنډول او هغو شرکتونو ته د پیسو په لیږد کې د «ظالمانه» بانک بندیزونه دي چې د پیسو انتقال کوي.
 
دغه وزارت وايي، چې د دغو کسانو جسدونه د حکومت په هڅو او لګښت د دوی کورنیو ته وسپارل شول.
 
اسلامي امارت د افغانستان له خلکو غوښتي چې په ناقانونه لارو او قاچاق کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.
 
باید وویل شي، چې د دغو کسانو جسدونه ۲۸ کاله وړاندې د جمعې په ورځ د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا په څنډه کې د لوکورسکو په ولسوالۍ کې په یوه کانټینر کې وموندل شول.
 
بلغاریا له ترکیې سره پر خپله ۲۵۹ کیلومتره پوله اغزن تار لګولی او د دغه هېواد سرحدي پولیس په منظم ډول د پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه نیسي.
 
دغه هېواد له منځني ختیځ او افغانستان څخه اروپا ته د کډوالو لپاره د ترانزیتي لارې په توګه ګڼل کېږي، خو ډېر کم کډوال په خوندي توګه خپل منزل ته رسېدلي دي. د قاچاقبرانو له خوا وهل او وژل، د پولیسو ناوړه چلند، سړه هوا او ترافیکي پېښو د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
 
له دې ټولو خطرونو سره سره په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر افغانانو اروپا ته د رسېدو لپاره د بلغاریا او ګڼو نورو هېوادونو له خطرناکو لارو تګ راتګ کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcd9z0xjyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته