دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 270799
اسرائیلي پوځیانو د فلسطیني مقاومت له ځواکونو سره نښته کړي
د لویدیځې غاړې په جنوب کې د حبرون په «العرب» کمپ باندې د اسرائیلي پوځیانو برید د فلسطیني مقاومت د ځواکونو او صهیونیسټي پوځیانو ترمنځ د سختې وسله والې نښتې سبب شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایرنا خبری آژانس له قوله، اسرائیلي پوځیانو دغه راز په طولکرم ښار او نور شمس کمپ هم بریدونه وکړل او د فلسطیني مقاومت له ځواکونو سره یې نښته وکړه.
 
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د نور شمس په کمپ کې یو فلسطینی ځوان د اسرائیلي پوځیانو په ډزو ټپي شوی دی.
 
په نیواکګرو سیمو په تیره بیا په لویدیځه غاړه کښې په دې ورځو کښې حالات ډیر ځانګړی دی او فلسطینیان د صهیونیسټانو د بې شمیره جنایتونو په وړاندې په هرډول اقدام سره ځواب ورکوی او دغه کار د غاصب صهیونیسټانو لپاره ځانګړی شرایط رامینځته کړی دی .
 
له دې مخکې صهیونیسټانو یوازې د نیواک شویو سیمو په جنوب او د غزې په سیمه کښې له فلسطینیانو سره جنګونه کول خو اوس د فلسطین په ختیځ کښې لویدیځه څنډه د خپلو ځوانانو د ځپلو په وجه د بزدله صهیونیسټانو په پټنځای بدله شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjhye8huqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته