دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 270856
په نیمروز کې د وروستۍ سرحدي جګړې د لامل په اړه د یوه ایراني چارواکي له خوا د نویو جزیاتو وړاندې کول؛

د ایران پوله ساتو ځواکونو د قاچاق وړونکو د ننوتو مخنیوی د اسلامي امارت له ځواکونو سره د جګړې لامل شو

د ایران پوله ساتو ځواکونو د قاچاق وړونکو د ننوتو مخنیوی د اسلامي امارت له ځواکونو سره د جګړې لامل شو
یوې باخبره ایراني امنیتي سرچینې د هېواد د پوله ساتو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د وروستۍ سرحدي نښتې د لامل په اړه ویلي، چې د شنبې په ورځ (جوزا ۶) د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یو کاروان غوښتل له ختیځ څخه ایران ته ننوځي، د ایران پولې ساتونکې ورسره ښکیل شوي. د هغه په وينا، له دې نښتې وروسته په پوله کې مېشت د اسلامي امارت ځواکونو، چې له موضوع ناخبره وو، پر ايراني ځواکونو ډزې پيل کړې، چې له امله يې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوې باخبره سرچینې تسنيم خبری آژانس سره په خبرو کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره د وروستۍ سرحدي جګړې د لامل په اړه نوي جزئیات بیان کړي.
 
یوې باخبره امنیتي سرچینې د ایران د پوله ساتو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د وروستۍ سرحدي نښتې د لامل په اړه ویلي، چې د شنبې په ورځ (جوزا ۶) د نشه يي توکو د قاچاقبرانو یو کاروان له ختیځ څخه ایران ته د ننوتو پلان درلود. چې ایراني پوله ساتونکې ته معلومه شوه او له هغوی سره په نښته شروع وکړل.
 
د هغه په ​​وينا، له دې نښتې وروسته په پوله کې مېشت د اسلامي امارت ځواکونو، چې له موضوع ناخبره وو، پر ايراني ځواکونو ډزې پيل کړې، چې له امله يې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
 
دغه باخبره سرچينه يادونه کوي: "له بده مرغه په ​​دې جګړه کې زموږ د هېواد يو سرحدي ساتونکى شهيد شوى او د بل لوري د ځواکونو څو تنه غړي هم وژل شوي، چې موږ يې کره شمېره نه لرو."
 
همدارنګه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون غړی سردار محمد اسماعیل کوثری هم د ایران او افغانستان د وروستیو سرحدی شخړو په هکله وویل: په نړۍ کې د استکبار، صهیونزم، منافقینو او هغو کسانو په شان خلک شته چې د افغانستان او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ شخړي هڅه کوي او دوی زموږ د پولو د ناامنه کولو باندي کار کوي او غواړي چې ایران او طالبان ښکېل شي، خو پوه شه چې دا کار هېڅکله نه کېږي."
 
دغه ایراني چارواکي په دې باندې په ټینګار سره چې پوځي اختیار له پوښتنې څخه بهر دی، ویلي دي چې د دغو پیښو له امله د هغو ماشومانو سره چې په یوه کور کې یو ځای ژوند کوي، لانجه رامنځ ته کیږي او جنګیږي او د پوځ موضوع له پوښتنې څخه بهر ده.
 
د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی هم د دغه هیواد له صدا او سیما خبری آژانس سره په مرکه کښې وویل: له افغانستان سره په پوله کښې سوله تامینیږی. "یوه لنډه شخړه وه او حل شوه. له طالبانو سره خبرې اترې هم وشوې. اوس مهال کومه ستونزه نشته او پوله ارامه او خلاصه ده."
 
له بلې خوا د اسلامي امارت د سیاسي کمیسون غړو تیره ورځ په یوه غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند د معاهدې په رعایتولو باندې د ټینګار په ترڅ کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکې د افغانستان د سولې یوه برخه وبلله.
 
په پورتنۍ غونډه کې چې د اوبو او انرژی سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور هم حضور درلود، پر نورو مهمو مسایلو د بحث ترڅنګ د ایران د اسلامی جمهوریت د سرلیکنې او د هغې د ټولو اړخونو په اړه هم تفصیلی خبرې وشوې. همدارنګه د حقوقي اړخونو په پام کې نیولو سره په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د کابل او تهران ترمنځ په لاسلیک شوي تړون باندې ټینګار وشو او د دغې ستونزې د حل لپاره د دغه هوکړه لیک رعایت مناسب حل وګڼل شو.
 
د شنبي په ورځ غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په «مکي» سیمه کې د اسلامي امارت او ایراني پوله ساتو عسکرو ترمنځ نظامي نښته وشوه.
 
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټ کې ویلي: "نن په نیمروز ولایت کې د ایران سرحدي ځواکونو د افغانستان په خاوره ډزې وکړې چې له ځوابي غبرګون سره مخ شول."
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې موضوع د دواړو لورو مشرانو ته رسول شوې او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcdkz0x9yt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته