دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 270920
د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان: دښمنان غواړي د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه رامنځته کړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران د هوایی ځواک قوماندان سردار امیر علی حاجی زاده د نیمروز ولایت په پوله کښې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او د اسلامی امارت ترمېنځ سرحدی نښتې ته په اشارې سره وویل: د دغو پېښو تر شا د دښمنانو لاس دی چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د جګړې د رامنځته کولو په لټه کې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان سردار امیر علي حاجي زاده د دوشنبې په ورځ (جوزا ۸ مه) د ایران د ساینس او ​​ټکنالوژۍ پوهنتون محصلینو ته وویل: چې د افغانستان په پوله کې داسې پېښې شوي چې د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا څیړل شوي او آرامه شوي او باید نور ورته لمن ونه ووهل شي.
 
د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو قومندان وویل: د دې قضیو تر شا زموږ د ډیرو دښمنانو لاس دی چې غواړي دا په یوې لویې مسئلې، شخړو او جګړې بدله کړي، خو داسې به ونه شي.
 
دغه لوړپوړي ایراني پوځي چارواکي زیاته کړې، چې ځینې په خپلسري ډول د افغانستان په پوله کې شخړې رامنځ ته کوي، خو اداره کیږي او د اندیښنې وړ خبره نه ده.
 
له بلې خوا د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون غړی سردار محمد اسماعیل کوثری هم د ایران او افغانستان ترمینځ د وروستیو سرحدی شخړو په هکله وویل: د نړۍ د استکبار، صهیونزم، منافقینو په شان خلک شتون لری. او هغه کسان چې د ایران اسلامي جمهوریت سره خلاف دي، هغوی غواړي چې زموږ پولې ناامنه کړي او ایران او طالبان پکې ښکېل کړي، خو پوهېږي چې دا کار هېڅکله نه کېږي.
 
دغه ایراني چارواکي په دې باندې په ټینګار سره چې پوځي اختیار له پوښتنې څخه بهر دی، ویلي دي چې د دغو پیښو له امله د هغو ماشومانو سره چې په یوه کور کې یو ځای ژوند کوي، لانجه رامنځ ته کیږي او جنګیږي او د پوځ موضوع له پوښتنې څخه بهر ده.
 
خو د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون غړو د یکشنبې په ورځ د زمري په ۷ مه په یوه غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند د تړون په رعایتولو د ټینګار په ترڅ کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکې د اسلامي امارت یوه برخه وبلله.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په «مکي» سیمه کې د اسلامي امارت د عسکرو او د ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پوځي نښته وشوه. دغه شخړه دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واړوله.
 
https://avapress.com/vdcf0xd0xw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته