دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 271330
د جاپان سفير د ازبکستان له استازي سره د ګډو تعليمي او پرمختيايي پروژو په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کې د ازبکستان ځانګړي استازي د جاپان له سفیر سره په افغانستان کې د ګډو تعلیمي او انکشافي پروژو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په ازبکستان کې د جاپان له سفیر هاتوري تاکاشي سره وکتل.
 
د ازبک رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې د ټینګښت په موخه د هڅو د دوام اهمیت ته اشاره شوې ده.
 
دوی همداراز د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف د سترو زیربنایي پروژو د تطبیق او همدارنګه د ټرانزیټي ظرفیتونو د کارولو په اړه خبرې وکړې.
 
دواړو لورو د ګډو تعلیمي او بشردوستانه پروژو د تطبیق په موخه په ترمز کې د افغان اتباعو لپاره د روزنیز مرکز او همدارنګه د ترانسپورت او لوژستیکي مرکز "ترمز باربري" له امکاناتو څخه د ګډې استفادې پر امکاناتو خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdcbf8b5grhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته