دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 271399
زابل کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۹ تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي
د زابل ولایت د مرکز کلات په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۹ تنه مړه او ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: ځایی سرچینې وایی، چې نن سهار د زابل ولایت په مرکز کلات سیمه کې د یوه مسافر وړونکی بس د چپه کېدو له امله ۱۸ تنه وژل شوی او ۳۱ تنه ټپیان شوی دی.
 
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دریمه خونړۍ ترافیکي پېښه ده.
 
په سرپل او بامیان ولایتونو کې پرون په یوه ورته ترافیکي پېښه کې ۲۴ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.
 
تېره ورځ په سرپل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۸ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون ۲۴ تنه ووژل شول.
 
په يوه بله ترافيکي پيښه کې چې پرون مازيګر په باميانو ولايت کې وشوه د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه ټپيان شول.
 
په افغانستان کې د نورو جګړو او طبيعي پېښو ترڅنګ ترافيکي پېښې هر کال سلګونه کسان وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
د سړکونو خرابوالی، ګړندیتوب او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو له عواملو څخه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgyq9xyak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته