دخپریدو نیټه :جمعه ۱۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 271460
په تېرو دوو کلونو کې ۷۰ سلنه افغان کډوال ایران ته تللي دي
د کډوالو نړیوال سازمان: د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، ۳.۶ میلیونه افغان اتباع له خپل هیواد څخه مهاجر شوي، چې له دې جملې څخه ۷۰ سلنه ایران ته تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان زیاته کړې: پاکستان د ۱۸ سلنه افغان کډوالو په لرلو سره، ترکیه او اروپا د ۱۱ سلنه افغان کډوالو په لرلو سره د افغانانو دویم او دریم ځایونه دی.
 
د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۴۰ سلنه افغان کډوال له کابل، هرات، فاریاب، ننګرهار او تخار ولایتونو او پاتې ۶۰ سلنه له نورو ولایتونو راغلي دي.
 
په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو (د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له تاسیس) وروسته د هېواد اقتصاد کمزوری شو، د نړیوالې ټولنې مرستې هم سختې کمې شوې او د فقر او مهاجرت کچه ​​لوړه شوه.
https://avapress.com/vdcfvyd0xw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته