دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 272292
په پکتیکا کې دوه زره کلن لرغونو اثارو کشف شوي
په پکتیکا ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د خوشامند ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې یې دوه زره کلن لرغوني اثار کشف کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په پکتیکا ولایت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه وایي، د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د عمرخیلو په کلي کې د کوشاني دورې تاریخي اثار موندل شوي، چې د زرګونو کلونو تاریخ لري.
 
محمد امین حذیفه ډاډ ورکړ چې د دغو تاریخي اثارو ساتنه به کوي او لرغونو سیمو ته به جدي پاملرنه کوي.
 
افغانستان د امپراتوریو او حکومتونو د شتون له امله بېلابېل لرغوني اثار لري.
 
https://avapress.com/vdcjh8e88uqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته