دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 273300
د محرم د مراسمو د امنیت په تامینولو لپاره د بلخ د سیمه ایزو چارواکو ټینګار؛ هیڅ محدودیتونه ندي لګول شوي
د بلخ سیمه ییزو چارواکو د محرم د مراسمو و د امنیت د تامین په موخه د همغږۍ د غونډې د جوړېدو خبر ورکړی او وايي، چې هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت رسنیز مرکز د یو راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې د بلخ ولایت د مرستیال والی او ځیني شیعه علماوو په حضور کې پرون (شنبه،  سرطان ۲۴) د ولایت په مقام کې غونډه جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم باید د محرم په ورځو کې د شیعه ګانو امنیت ته جدي پاملرنه وشي، ترڅو دوی له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
 
په دې کتنه کې د بلخ مرستيال والي نورالهدي ابو ادريس وويل: شيعه ګان زموږ هېوادوال دي او موږ به په پوره امانتدارۍ او ايماندارۍ سره د هغوى د امنيت د تامينولو لپاره هلې ځلې وکړو، څو د محرم ورځې په ښه توګه تېرې کړو.
 
په همدې حال کې یو شمېر رسنیو اوازې خپرې کړې چې حکومت د محرم په مراسمو کې محدودیتونه لګولي، خو د بلخ د والي ویاند حاجي زید افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د محرم په اړه د بندیزونو خبره سمه نه ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په بلخ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د محرم د مراسمو امنيت په بشپړ ډول چمتو شوى و.
 
https://avapress.com/vdcawenuw49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته