دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 273439
ځينې هېوادونه او نړيوال سازمانونه له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پر لور روان دي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي دي چې د افغانستان په اړه د ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو منفي تعامل اوس د مثبت لوري په لور روان دی، هغه یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان خاوره هیڅ ډول ګواښ نه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: امیر خان متقی د دغه وزارت د دیپلوماسۍ د انستیتوت د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل: د نړۍ هیوادونه په تیرو شلو کلونو او نږدې دوو کلونو کې د مختلفو فشارونو په اچولو سره د خپلو اهدافو په عملی کولو کې پاتې راغلی دی.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان په وړاندې د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو منفي تعامل اوس د مثبت لوري په لور روان دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، اوس نړیواله ټولنه په دې پوه شوې چې د افغانستان خاوره نړۍ ته ګواښ نه دی.
 
امیرخان متقی ویلي دي چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د بانکي سیستم د ښه والي، له نشه یي توکو سره د مبارزې او د اداري فساد د کمیدو په اړه اعتراف کوي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت اوس مهال په بهرني سیاست کې برلاسی دی او یو ځل بیا غواړي د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ښې کړي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ځوانانو ته خطاب وکړ او ویې ویل چې ځوانان دې پر نورو د نیوکې کولو پر ځای له ځانه اصلاح پیل کړي او یو بل ومني.
 
امیرخان متقی همدا راز له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو زده کړو د کچې د لوړولو او په خپل مسلک کې د لازیاتې پوهې د ترلاسه کولو لپاره کتابونه ولولي، ځکه ځوانان د هېواد د اوسني او راتلونکي اصلي رهبران او واکمنان دي.
 
https://avapress.com/vdcdss0xnyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته