دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 273743
د کابل - جلال آباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او ټپيان شول
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: نن دوشنبه د اسد ۲مه، د لغمان ولایت امنیه قوماندانی وایی، دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱:۳۰ بجې د کابل - جلال آباد پر لویه لاره رامنځ ته شوې ده.
 
د لغمان د والي وياند وايي، په دې پېښه کې يو سراچه موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
 
د پېښې ځای ته د لغمان د امنیه قوماندانۍ د ترافيکو مديريت مسوولين رسېدلي او مړي او ټپيان يې د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته لېږدولي دي.
 
د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcbafb5frhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته