دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 273282
د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د کابل - کندهار د لویې لارې د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي د ارغندي سړک څخه تر دراني بازار پورې د یوې برخې د پوخولو چارې پرون (شنبه، سرطان ۲۴) د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل - کندهار لويې لارې د لومړۍ برخې کار له ارغندي سیمې څخه تر دراني بازار پورې چې ۲۷ کیلومتره اوږدوالی لري، پرون رسماً پیل شو.
 
ویل کېږي، دغه سړک ۱۱ متره پلنوالی لري، دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري. په دې پروژه څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له خوا تمویلیږي.
 
ملا برادر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وويل: "زموږ غوښتنه دا ده چې ټول قراردادي شرکتونه د خپلو چارو د پراختيا لپاره خپلې هڅې زياتې کړي، ترڅو پروژه ژر بشپړه شي او د دې لارې د مسافرو ستونزې هوارې شي."
 
دا پروژه به په یو کال کې بشپړه شي.
 
د خصوصي سکتور غړو د کابل - کندهار د لویې لارې بیارغونه د هېواد د اقتصاد د ودې او ترانزیت لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د تړون له مخې به دغه پروژه پلي کړي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند وویل: د مسافرینو د لېږد رالېږد، د تازه او وچې مېوې په صادراتو، ټرانزیټ او سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په تطبیق کې به یې ټول معیارونه په پام کې ونیول شي.
 
د ټولګټو وزارت چارواکو هم له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د دغه سړک په جوړولو کې معیارونه په پام کې ونیسي.
 
د کابل - کندهار لاره د هېواد له مهمو لويو لارو څخه ده چې د هېواد پلازمېنه له سوېلي او لوېديځو ولايتونو سره نښلوي.
 
https://avapress.com/vdcjote88uqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته