دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 274716
په لغمان ولایت کې د ۱۷۷ کورنیو لپاره سرپناه جوړیږي
د لغمان ولایت د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي مرسته د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۷۷ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه د جوړېدو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هغو مراسمو کې چې د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دغې پروژې د پیل په مناسبت جوړ شوي وو، د دغه ولایت د کډوالو ټولنې مشر وویل چې د هوکړې له مخې به دایمي سرپناوي جوړ شي چې د ۳۲۵ مستحقو کورنیو لپاره به وي.
 
د لغمان ولايت د کډوالو د رئيس په وينا، اوس به د ۱۷۷ کورنيو لپاره د سرپناه جوړولو چارې پيل شي. خو د یو بل پروژي د جوړولو کار به د ۱۷۷ کورونو له بشپړیدو وروسته پیل شي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه د استوګنې کورونه به د څلورو مياشتو په موده کې د ٦٠،٥٧٨،٦٠٤ افغانيو په لګښت جوړ شي چې ۸۸۵ تنو ته به د کار زمینه برابر شی.
 
په ياده شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې د ختيځ زون مشر هم خبرې وکړې او په ټاکلي وخت کې يې د ياد شوي پروګرام د پلي کېدو ډاډ ورکړ.
 
د هغې د بنسټ د ډبرې د اېښودلو مراسم پرون د دغه ولايت د مرکز اليشنګ په سيمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ختيځ زون د سيمه ييزو ادارو د استازو او د ختيځ زون د رئيس په حضور کې ترسره شول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت له بهرنيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره په دغه ولايت کې د دايمي سرپناه جوړولو اعلان کړى، چې هره ورځ له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه سلګونه کسان افغانستان ته راستنېږي او سرپناه ته اړتيا لري.
 
تر دې وړاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولینو ویلي وو، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ وخت پر وخت هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته مرستې رسوي او خپلو سیمو ته د هغوی د لېږد زمینه هم برابروي.
 
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو دفتر له دې وړاندې هم په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د زلزله ځپلو لپاره سلګونه دايمي سرپناه جوړه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdccs0qie2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته